په اړه
د سبا هیله (امید فردا) برنامه د ترایو تولیداتو داسې یوه ننداریزه برنامه ده چې د عامه باور پیژندلو، پوهاوي لوړولو، اوهغو ټولنیزو ستونزو په اړه چې د افغان ټولنه رنځوي د خبرو اترو لپاره برابر شوی دی. دا برنامه د بریتانیا په لندن ښار کې د تجربه لرونکي مسلکي ټیم لخوا چې د کوم سیاسي، مذهبي یا تنظیمي ډلې سره هيڅ تړاو نه لري، چمتو کیږي.
دا برنامه د ترایو د تولید کمپنۍ د غړو په وړیا او داوطلبانه مرستې سره چمتو شوې دی چې هیڅ ډول مالي مرسته چې د برنامې د هدف له پامه غورځول وي، نه مني. دا برنامه د تعلیم او پوهاوي په برخه کې چمتو کیږي چې کوم ځانګړۍ سیاسي، مذهبي یا تنظیمي هدف نه لري.
موخه:
د سبا هیله د برنامې موخه د مختلفو ټولنیزو برنامو د پراختیا له لارې په افغانستان کې د ټولنیز وضعیت ښه کولو لپاره نوي نظرونه رامینځته کول دي. د سبا هیله برنامه په افغاني ټولنه کې ټولنيزې ستونزې او تابوګانې په اړه د بحث او مباحثې لپاره يو پلټفارم رامينځته کوي.
لیدلور:
د یوبل منل، یووالۍ، او همدردۍ په فضا کې د ټولنې د وضعیت ښه کول او اصلاح.
د سبا هیله کاري ډله باور لري چې د هیواد ټولنیزو ستونزو حل د یو بل منل، توپیرونو منل، او لوی ملي اهدافو ته د کوچني شخصي اهدافو په پرتله لومړیتوب ورکول دي.
کاري ډله

Sear Sadat

سیر سادات

سیر سادات

غرغشت

غرغشت

نجیب نایب

نجیب نایب

شایسته انورزاده

Gharghasht

Najib Nayeb

Shayesta Anwarzada

شایسته انورزاده

Rahela Sidiqi



